English

           
 

 

دافغانستان د خلکو له پاره  ډاکټر سيما سمر يو بل  وياړ وګاټه

د ډيموکراسۍ له پاره د ټايوان بنياد،ميرمن سيما سمر ته د٢٠٠٨ کال د اسيا د ډيموکراسۍ او بشري حقونو جايزه ورکړه.

په هغه ليک کې چې ددغه بنياد مشر ښاغلي وانګ جين پينګ له خوا ميرمن سيما سمر ته راليږل شوى،نوموړي د بشري حقونو د ترويج او پراختيا، په ځانګړي ډول د ښځو دټولنيزي سوکالۍ په برخه کې ډېره ستايل شوې او هغه يې د٢٠٠٨ کال د نومبر په لسمه  ددغې  لوړې اومهمي جايزې ګټونکي اعلان کړه .

ډاکټره سيما سمر به  دغه جايزه  د روان کال  دسمبر په لسمه چې د بشري حقونو د نړيوالي اعلامي له کاليزې سره برابره ده، په هغه غونډه کې واخلي، چې  د تايوان په پلازمينه تايپه کې جوړيږي.

د يادوني وړ ده، چې د اغلې سيما سمر له خوا ددغې جايزې ګټل په افغانستان کې د درې لسيزو جګړو،تاوتريخوالي او وينې تويونو ته په کتو ددې ښودنه کوي چې دافغانستان دخلکو هلي ځلي د بشري حقونو د ترويج اوپراختيا په لور يو برى ګڼل کېږي او دا زموږ دخلکو له پاره يو لوى وياړ دى.

 

 

 

 

 

 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون